IQNA

 د اردن د قرآن کریم  د نړیوالو سیالیو د میرمنو نولسم پړاؤ  پیل شو

11:17 - April 21, 2025
د خبر لمبر: 3490989
د اردن د قرآن کریم د نړیوال سیالو د میرمنو  نولسم پړاؤ د ۴۰ هېوادونو له استازو سره پیل شو.

ایکنانیوز د الدستور له قوله راپور  راکړیو ،د اردن د دینی چارو ،اوقافو  او مقدساتو د  چارو وزیر  محمد الخلایله، چې د دغه هېواد د پاچا عبدالله دویم د مېرمنې رانیا عبدالله په استازیتوب د قرآن کریم د میرمنو د نړیوالو سیالیو  نولسم  پړاؤ  چې قرآن کریم د حفظ او ترتیل سیالئ پکې کیږي، په  پرانېستونکو مراسمو کې برخه اخیستې وه، په خپلو خبرو کې ئې وویل: د قرآن کریم د حفظ سیالۍ د اردن د هغو هڅو په دوام کې ترسره کېږي چې د قرآن حافظانو او قرآني فعالیتونو ته یې پاملرنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: اردن د قرآن او د هغه د حافظانو د ملاتړ لپاره خپلې ټولې هڅې او امکانات کارولي او لا هم په دې لاره کې پرمخ ځي.

الخلایله روښانه کړه چې د اردن د اوقافو وزارت سره تړلي د قرآن حفظ  ۲۱۰۰  مرکزونه په دې هېواد کې فعال دي، چې دا د هغو قرآني ټولنو سربېره دي چې په دې هېواد کې د قرآن په تدریس بوختې دي.

هغه وویل چې اردن د خپلو قرآني مرکزونو له لارې، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پراخې دي، او د  قرآن د حفظ د نړیوالو او   داخلی  سیالیو په تنظیمولو او برخه اخیستلو سره، قرآن کریم ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. 

هغه ټینګار وکړ چې د اردن د ملکې  له خوا د دې سیالیو ملاتړ د دغه هېواد د هغې ژمنې نښه ده چې د مسلمانو نجونو او قرآن کریم ترمینځ اړیکه د تلاوت، عمل او اسلامي اخلاقو له لارې پیاوړې کړي.

هغه د قرآن کریم د سمې پوهې پر اهمیت ټینګار وکړ،څو دا په مسلمانانو کې په عملي بڼه څرګند شي، د خیر او صلاح لپاره، د عدالت، زغم او رحمت د ارزښتونو په خپرولو،د نیکۍ امر او د بدۍ منع کولو او د امنیت او ثبات د نعمت په ساتلو سره. 

د اردن د اوقافو وزارت د ښځو چارو مشرې لمیس الهزیم، د دغه وزارت هغه هڅې وستایلې چې د شلو کلونو لپاره یې د هاشمي ښځو سیالۍ پیل کړې دي او یادونه یې وکړه چې په سږنيو سیالیو کې د اردن ترڅنګ، ۴۴ ښځینه برخه والې له ۴۰ عربي او اسلامي هېوادونو څخه برخه اخلي. 

د اردن سیالۍ د نړیوالو ترټولو زړو سیالیو څخه دي چې له ۱۹۹۳ کال راهیسې هر کال د اردن د اوقافو او دیني چارو وزارت له خوا او د دغه هېواد د حکومت په ملاتړ ترسره کېږي. دا سیالۍ په دوو برخو، ملي او نړیوالو، د نارینه او ښځینه وو لپاره وېشل شوې دي او د پیل له وخته تر اوسه نږدې ۴۵۰۰۰ ښځینه او نارینه برخه والو په کې برخه اخیستې ده. 

سوگند رفیع‌زاده، چې د َټول  قرآن کریم حافظه ده، د انتخابي ازموینې ترسره کېدو وروسته، د ایران د استازې په توګه د اردن هېواد د ښځو نړیوالو قرآني سیالیو لپاره غوره شوې ده.

 https://iqna.ir/fa/news/4277270

captcha